ورزش

يوشمير ورزشي خبريالان وستايل شول

کابل/ باختر/ دکب دمياشتې ٢٨مه نيټه :
دالمپيک دملي  کميټې دخبريال  دملي ورځې په مناسبت يوشمير ورزشي خبريالان وستايل .
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛  دبدني روزنې او ورزش او دالمپيک دملي کميټې لوى رئيس ډاکتر حفيظ الله ولي رحيمي په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت دالمپيک په ملي کميټه کې  جوړه شوې وه دخبريال دملي ورځې په مناسبت  مبارکي وويله او  دورزشکارانو دبريالتوبونو په منعکس کولو ، په ټولنه کې دورزش اوفرهنګ  دبنسټيز کولو  او دورزش په وده او پراختيا کې  دخبريالانو رول اغيزمن وباله.
دغه راز په دې غونډه کې دواليبال دفدراسيون اودپروان دولايتي شورا رئيس غلام بهاوالدين جيلاني اوبتاش سياوش هم په ټولنه کې دخبريال دمقام په باب خبرې وکړې   او ويې ويل ؛  چې دهېواد دټولو خلکو مسووليت دى چې دخبريالانو ملاتړ وکړي.
سياوش وويل ؛ چې دولت اورسانه يي بنسټونه دخبريالانو دا منيت  په تامينولو مکلف دى چې خبريال په ډاډمنه او د زوراوتاوتريخوالي څخه په يوه پرانستې فضا کې خپلو حرفوي کارونو ته دوام ورکړي.
دغونډې په پاى کې هغه سوغاتونه چې د المپيک د کميټې له خوا برابرشوي وپه خبريالانو وويشل شول.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته