سیاست

پير سيد احمدګيلاني وفات شو .

کابل باختر د سلواغې  دريمه :
جهادي مشر او دسولې دعالي شورا رييس پير سيد احمد ګيلاني تيره شپه وفات شو .
دباختراژانس دخبرله مخې :پير سيد احمد ګيلاني دهغې ناروغۍ  له امله چې ورپيښه شوې وه تيره شپه په اوو بجو او پنځه څلويښتو دقيقو په کابل کې دغازي امان الله خان  په روغتون کې وفات شو .
پير سيد احمد ګيلاني  څلور اتياکلن و اوتيرکال دسولې دعالي شورا درييس په توګه وټاکل شو او دګلبدين  حکمتيار په مشرۍ  له اسلامي ګوند سره يې دسولې په خبرو کې اغيزمن رول ترسره کړ .
ارواښادګيلاني په ١٣١١ هجري لمريز کال کې دننګرهارولايت دسره رود په ولسوالۍ کې  وزيږيد او دکابل پوهنتون دشرعياتو له پوهنځي څخه دليسانس  په سويه فارغ  شوى و .
ارواښاد په افغانستان دوخت دشوروي اتحاد دسرو پوځونو له يرغل وروسته ديوجهاد مشر په توګه وپيژندل شو او دمحاذ ملي ګوند يې جوړ کړ او رهبري کړ .
ارواښاد پيرسيد احمد ګيلاني دبن په نړيوال کنفرانس ، داساسي قانون په لويه جرګه او په دې وروستيو وختو کې يې په هېواد کې دسولې په رامنځته کولو کې ستر رول ترسره کړ .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته