روغتیا

په هېواد کې د پوليو د دويم ډول شپږپېښې ثبتې شوې

کابل /د وري ٢٢مه /باختر
د عامې روغتيا وزارت د پوليو د دويم ډول د ٦ نويو پېښو د ثبتولوخبرورکړ.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د عامې روغتيا وزارت د پوليو د له منځه وړلو پروګرام د اړيکو مسوول ميرجان راسخ وويل چې د غزني، هلمند، هرات ، زابل او د بادغيس له ولايتونوڅخه د پوليو د دويم ډول د ٦ نويو پېښو د ثبتولو خبرورکړ شوى دى.
راسخ وويل چې د پوليو د دويم ډول د دغو ٦ پېښو په ثبتولو سره د ٢٠٢١کال له پيل څخه تراوسه پورې د پوليو د دويم ډول د پېښو ټول شمېر ٣٢ پېښو ته رسېدلى دى.
دغه راز په روان ميلادي کال کې د پوليو د لومړي ډول د يوې پېښې خبرله غزني ولايت څخه ورکړ شوى دى .
د روان ميلادي کال د ټولو پېښوخبرله هغوساحو څخه ورکړشوى دى چې د پوليو واکسين په دغو سيموکې د طالبانوله خوا منع شوى دى.
ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته