امنیت

په ننګرهار کې دطالبانو په سنګرونو دملي امنيت دځانګړو ځواکونو بريد .

کابل باختر د مرغومي پنځمه :
په ننګرهار ولايت کې دوسله والو طالبانو په سنګرونو دملي امنيت دځانګړو  ځواکونو په ناڅاپي بريد کې دوه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او دهغوى په چاوديدونکو توکو بار يو موټر له منځه وړل شوى دى .
دملي امنيت ځانګړو   ځواکونو تيره شپه دننګرهار ولايت دخوږياڼيو  ولسواليو دميرزا خيلو او کاکا خيلو په کليو کې دوسله والو طالبانو په سنګرونو بريدونه وکړل .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې په دې بريد کې دوسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند دوه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او په بمونو بار يو موټر  او څو موټرسايکلونه له منځه وړل شوي دي .
ده وويل چې طالبانو ديولړ ډار اچوونکو بريدونو دترسره کولو لپاره تيارى نيوه  چې دملي امنيت دمامورانو له خوا پرې بريد وشو .
ويل کيږي چې په دې بريد کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى . سعيده-اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته