کابل / د کب ۴مه /باختر
د ملګرو ملتو د سیاسي معاونیت دفتر په مرسته په بغلان کې د سولې او امنیت په برخو کې د ښځو د رول په اړه د خبرو اترو یوه ورځنۍ غونډه د جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې برخه والو په هېواد کې د جګړې او وینې تویېدنې پای ته رسېدو او د امنیت پر تامین خوښي څرګنده کړه او د سولې، امنیت او په ټولنه کې د ښځو د رول په اړه خپلې طرحې او نظر یې وړاندې کړې.
د بغلان یو جیدعالم حجت الاسلام والمسلمین شاه زمان زماني د شریعت او قانون په تطبیقولو کې د اسلامی امارت رول او اساسي او د قران او د اسلام د ستر پیغمبر(ص) د سنتو په رڼا کې یې د ښځو رول او مقام هم مهم وباله.
په دې غونډه کې د بغلان دیني عالم مولوي سردارولي په هېواد کې موجودې ناخوالې د اسلام او قران پر خلاف د پردیو د فرهنګ رواجولو په اړه د پردیو هېوادونو د شل کلنو مستقیمو لاسوهنو نتیجه وبلله. هغه د قانون اوشریعت پرتطبیق او د ښځو په ملاتړ ټینګاروکړ.
د دغوخبرو اترو په بله برخه کې د بغلان د ښځو د حقوقو فعالانې میرمن سوسن وفا، مینا صدیقي او زهرې کریمي د اسلام په صدر کې د ښځود میړانې او سرښندنې په بیانولوسره په اسلام کې د ښځو رول مهم او اساسي وباله.
هغوی تېر رژیم یو مفسدرژیم وباله او د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو په پرانیستلو او ښځو ته د کار د حق په ورکولو یې ټینګار وکړ.
په پای کې د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سرپرست او د اطلاعاتو آمر مولوي عبدالفتاح رحیمي وړاندې شوې نظریې وڅېړلې او د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانېستلو خبر یې ورکړ او ټینګار یې وکړ چې د شریعت او سنتو په رڼا کې په دولتي ادارو کې د ښځو د کار پرلارو چارو کار دوام لري او ډېر ژر به دغه غوښتنه عملي شي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له بریا وروسته دا په بغلان کې د ښځو د مشارکت لومړنۍ غونډه ده چې د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا تر یو چت لاندې د اسلام له نظره د ښځو د رول په اړه جوړه شوې وه.
ج/ا