امنیت

په غزني کې دتروريستي بريدونو اصلي عامل ووژل شو.

کابل باختر  د چنګاښ ٦ :
حاجي خيال چې په غزني ولايت کې دتروريستي پيښوعامل پيژندل کيده تيره شپه دافغان اوناټو دځواکونو دعملياتو په بهيرکې ووژل شو.
دغزني ولايت امنيه قوماندان  مل پاسوال زړور زاهد باختراژانس ته وويل چې حاجي خيال تيره شپه دچټک غبرګون دپوليسو دځواکونو دعملياتو په بهيرکې چې دنړيوالو ځواکونو په همکارۍ دغزني  ولايت دمرکز پيرقرضدارانو په سيمه کې ترسره شول له خپلو دريو تنو وسله والو افرادو سره ووژل شو.
زاهد زياته کړه چې حاجي خيال په غزني ښارکې دځينو تروريستي بريدونو او ماين ايښودولو اصلي عامل و او خلک يې دسيمه ييزو مسوولينو پرخلاف لمسول .
ددغو عملياتو په بهيرکې يوه اندازه سپکې اودرندې وسلې ، يو کرولا موټر اويو موټرسايکل هم دامنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته