کابل باختر دسلواغي اته ويشتمه
درې تنه وسله وال طالبان پرون په بدخشان ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
په دې جګړه کې چې د بدخشان ولايت د يمګان ولسوالۍ په اشنام کلي کې ونښته؛ درې تنه نور وسله وال طالبان هم ټپيان شول.
دبدخشان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فضل الدين عيار باخترآژانس ته وويل: جګړه د امنيتي ځواکونو په پوستې د طالبان له بريد وروسته ونښته او طالبان د سر د زيان له زغملو وروسته وتښتيدل.
ده وويل: په دې نښته کې امنيتي ځواکونو ته د سر زيان نه دى اوښتى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ