ټولنه

په ننګرهار ولايت کې د ځوانانو د نړيوالې ورځې نمانځنه

کابلباختر دسنبلي٣
داګست دولسمه دځوانانو نړيواله ورځ نن له غرمې مخکې په ننګرهار ولايت کې ونمانځل شوه.
په هغې غونډه کې چې د ننګرهار ولايت دځوانانو د آمريت له خوا د دغه ولايت په مرکز جلال آباد ښارکې جوړه شوې وه؛ د ننګرهار والي ګل آغا شيرزي د جلال آباد ښاروال، د دولتي ادارو يو شمېر رييسانو او آمرانو اود نجونو او هلکانو په ګډون يو شمېر ځوانانو برخه اخيستې وه.
په پيل کې د ننګرهار ولايت دځوانانو د چارو آمر مطيع الله احمدزي د اګست د دولسمې د نړيوالې ورځې د تاريخچې په باره کې رڼا واچو له او ددغه آمريت د کړنو او دځوانانو په چاروکې د پرتو ستو نزو اوخنډونو په باب خبرې وکړې.
وروسته ګل آغا شيرزي خبرې وکړې اودځوانانو دآمريت مسوولينو ته يې ډاډ ورکړ چې په ننګرهار ولايت کې دځوانانو ستونزو ته به  پاملرنه وشي.
د اګست دولسمه د ځوانانو نړيواله ورځ هرکال د نړۍ په هيوادونوکې نمانځل کيږي او سږکال هم دغه ورځ په ننګرهار ولايت کې د يوې غونډې په جوړولو سره و نمانځل شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته