ورزش

د رحماني بنسټ څلور مسافروړونکي بسونه د افغانستان له کرکټ بورد سره مرسته وکړه

– کابل د وږي ۱۶ باختر
د رحماني بنسټ نن څلور مسافروړونکي بسونه د افغانستان له کرکټ بورد سره مرسته وکړه .
د دغو نویو بسونو په ښيښو او باډۍ کې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم انځورونه هم چاپ شوي دي .
دا په داسې حال کې دی چې د رحماني بنسټ د افغانستان د سږکال  د کرکټ د غوره لیک سیالیو ملاتړکوونکی دی .
د رحماني بنسټ یوه مسوول باخترآژانس ته وویل چې دغه بنسټ د څلوربسونو د ورکولوترڅنګ،  دغه راز په افغانستان کې د کرکټ د ودې په خاطر مرستې ته دوام ورکوي .
ټاکل شوې ده له دغو بسونوڅخه د افغانستان د کرکټ بورد د ملي ټیم لوبغاړو او کارکوونکو په لېږدولوکې استفاده وشي . ختم ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته