سیاست

د کورنيو چارو وزارت معين په کابل کې د کانادا له سفيرې سره وکتل

کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٣
د کورنيو چارو وزارت د تاميناتو د چارو معين مرتضى رحيمي نن په کابل کې د کانادا له سفيرې سره وکتل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د کورنيو چارو وزارت د تاميناتي چارو معين څرګنده کړه چې د کورنيو چارو په وزارت کې تشکيلاتي جوړښت د بيا کتنې په حال کې دى چې په بشپړيدو سره يې هيله کيږي امنيتي اړتياوې، د قانون واکمنۍ او د جرمونو پرخلاف مبارزې ته ځواب ووايي.
په همدې حال کې په کابل کې د کانادا سفيرې ميرمن (دبراى لينس) د کورنيو چارو وزارت په اداروکې د اصلاحاتو د بهير د ښه والي، شفافيت او حساب ورکولو له امله خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې هيواد به يې په راتلوونکې کې هم د افغانستان د دولت او خلکو ترڅنګ ولاړ وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته