فرهنګ

صديق الله توحيدي : په ٠١٧ ٢ميلادي کال کې په افغانستان کې لس تنه خبريالان وژل شوي او دخبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي څه دپاسه سل قضيې ثبتې شوې دي

-کابل باختر د لړم  يوولسمه :
دخبريالانو پرخلاف دتاوتريخوالي دعاملانو دمعافيت دپاى ته رسولو ورځ نن په يوه غونډه کې ونمانځل شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دغه غونډه دافغان خبريالانو دمصوونيت دکميټې له خوا جوړه شوه چې موخه يې په  ٢٠١٧ ميلادي کال کې دافغانستان دخبريالانو پرخلاف د جرمونو څيړنه ، دخبريالانو پرخلاف دجرمونو دپاى ته رسولو لپاره  خبرې اترې او دلارو چارو وړاندې کول او دخبريالانو او حکومتي چارواکو ترمنځ متقابلې پوښتنې او ځواب ورکول و .
ددغې غونډې په پيل کې دافغان خبريالانو دمصوونيت دکميټې رېيس  صديق الله توحيدي ددې تر څنګ چې  دخبريالانو پرخلاف  تاوتريخوالي او جرمونه يې وڅيړل وويل چې دنوامبر دمياشتې دويمه دخبريالانو پرخلاف دتاوتريخوالي دعاملانو دمعافيت دپاى ته رسولو له ورځې سره برابره  ده اودغه ورځ په ټوله  نړۍ کې نمانځل کيږي .
ده زياته کړه چې له بده مرغه  په ٢٠١٧  ميلادي کال کې په افغانستان کې لس تنه خبريالان وژل شوي او دخبريالانو په وړاندې دتاوتريخوالي  څه دپاسه سل قضيې ثبتې شوې  دي او سره له دې چې بيلابيل بنسټونه کار کوي  خو تراوسه پورې په افغانستان کې  دخبريالانو امنيت اومصوونيت تامين نه دى .
توحيدي وويل  چې له  حکومت څخه زموږ غوښتنه داده چې دخبريالانو دامنيت او مصوونيت  دساتنې بهير  ګړندى کړي .
  په دې غونډه کې په کابل کې ديوناما استازي خبرې وکړې او ددې تر څنګ چې  له رسنيو سره  ددغه بنسټ ملاتړ چې  دمطبوعاتو او دبيان دازادۍ دترويج  په لاره کې کار کوي  څرګند کړ . او ويې ويل  دموکراسي  او ولسواکي  نه شي کيداى دبيان له ازادي پرته تامين شي .
  ده زياته کړه :يوناما په افغانستان کې دژورناليستانو  او دبيان له ازادي سره دملاتړ په برخه کې ژمن دى او دهغو بنسټونو چې دخبريالانو پرخلاف دتاوتريخوالي دقضيو دڅيړنې او دبيان دازادي  دملاتړ  په برخه کې کار کوي ، درناوى کوي  او په دې لاره کې دهغوى  دزياتو عملي اقداماتو غوښتنه کوي .
  دغه راز په دې غونډه کې داصلاح ورځپاڼې رييس  دادمحمد عنابي  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت هغه پيغام چې  دخبريالانو پرخلاف  دتاوتريخوالي دعاملانو دمعافيت دپاى ته رسولو  په مناسبت  ليږل شوي و ،  ولوست .
  چې په يوه برخه کې ويل شوي دي .  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دمشرتابه هيئت درسانه يي کارکوونکو دحقوقو دملاتړې بنسټ  په توګه  دخبريالانو دملاتړو بنسټونو او دملګروملتو دسازمان  دروزنيز ، علمي او فرهنګي سازمان  رپوټ ( يونيسکو )  رپوټ ته په پاملرنې سره  دهېواد له عدلي اوقضايي  بنسټونو څخه غواړي چې  دخبريالانو پرخلاف دجرم او جنايت  دعاملانو مصوونيت  پاى ته ورسول شي .
دغه راز په دې غونډه کې  دجمهوري رياست دوياند مرستيال  دوا خان مينه پال  هم  خبرې وکړې او ددې تر څنګ چې له رسنيو ،  درسنيو له کارکوونکو اودبيان له ازادۍ سره يې  دحکومت  دملاتړ ډاډ ورکړ  څرګنده کړه  چې دافغانستان حکومت دخبريالانو او درسنيو دکارکوونکو دمصوونيت په برخه کې جدي دى .  او په دې لاره کې  يو طرز العمل  برابر شوى دى  او دخبريالانو او رسنيو دامنيت اومصوونيت  دهمغږى ګډه کميټه  چې په سر کې يې  دجمهور رييس  دويم مرستيال  قانونپوه سروردانش دى ،  جوړه شوې ده . چې دخبريالانو  او رسنيو  دامنيت اومصوونيت دڅيړنې په خاطر  ددغې کميټې  غونډې په منظم ډول  جوړيږي . 
ده زياته کړه چې دغه شان کميټې دهېواد  په زياترو ولايتونوکې  هم  جوړې شوي دي او  درسنيو دکارکوونکو  دملاتړ  په لاره کې  فعاليت کوي  .
دغه راز ددغې غونډې په پاى کې يوشمير حکومتي او غير حکومتي  چارواکو دخبريالانو  دپوښتنې په وړاندې  څرګندونې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته