سیاست

د وزيرانو شورا نوبتي غونډه جوړه شوه

کابل باخترد جوزا دمياشتي٨ نيټه :

دوزيرانوشورا نوبتي غونډه  نن له غرمې مخکي  دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهوررييس حامدکرزي په مشري دجمهوري رياست دارګ دګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه.

باختراژانس ته دچارو داداري  اودوزيرانو شورا ددارلانشا دلوى رياست دمعلوماتوله مخې :

په پيل کې دوزيرانوشورا  دهغو اتو تنو هيوادوالو پاک روح ته چې په پکتيا ولايت کې دنړيوال ايتلاف  دځواکونو دهوايي بمباريو له امله شهيدان شوي دي دعا وکړه  او ددغې پيښې شهيدانو ته  يې دلوى خداى ج له دربار څخه دفردوس جنت اوپاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله  وکړه .

وروسته دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس دشيکاګو دکنفرانس نتيجې، دافغانستان دراتلوونکي لپاره فوق العاده له هيلوډګې وبللې  او ويې ويل  زموږ دغه سفر جرمني ته په ډيرو ګټورو نتيجو سره چې په هغه کې افغاني هيئت ته ډير عالي هرکلي وويل شو اوموږ له دغه هيواد سره دستراتيژيکي همکاريو سند لاسليک کړ  پيل شو ددغه سند په ترڅ کې جرمني  ژمنه وکړه چې له  افغانستان سره  په ستراتيژيکي همکاريو سربيره په لسو کلونو کې ( ٢٠١٤-٢٠٢٤) کې په کال کې دملي اردو دښوونې اوروزنيې  لپاره ديوسلو نوي مليونو يورو اودهيواد دبياجوړولو اودانکشافي پروژو دعملي کولو په لاره کې د ٢٥٠ مليونو يورو مرسته کوي .

جمهوررييس دشيکاګو دکنفرانس په باب زياته کړه چې دغه کنفرانس دناټو دهغو څو وروستيو مجلسونو ترمنځ چې دافغانستان په باب يې جوړ کړل دشکيلاتو اومحتوا له پلوه  ډير عالي و.  هيئت ته فوق العاده هرکلي وويل شو او په ترڅ کې يې دافغانستان مسلې له يوه پياوړي دريځ  څخه طرحه شوي چې تفصيل يې دشيکاګو دمشرانو دغونډې په اعلاميه کې دډله ييزو اطلاعاتو اووسايلو له لارى خپور شو.

 جمهوررييس دخپلو خبرو په دوام دافغانستان له حکومت څخه دنړيوالې ټولنې دغوښتنو په باب خبرې وکړې اوويې ويل لکه څنګه چې دافغانستان خلک په ټولنيزو خدمتونو ، ښي حکومتوالي اوله فساد څخه په خلاصون دلاسبري  حق اوهيله لري نړيوالې ټولنې هم په دغې موضوع باندې ټينګاروکړ.

ده وويل اوس چې دافغانستان حکومت ته دټولو مسووليتونو دليږدونې زمينه برابره شوې ده اوپه خپله   افغانان  دهيواد دچارو دپرمخ بيولو صلاحيت  اومسووليت په داسې حال کې په اوږو اخلي چې دنړيوالې ټولنې ډيره  زياته همکاري اومادي اومعنوي ملاتړ له ځان سره لرو  نور ځاى نه لري چې زموږ خلک له دې زيات داداري فساد اوپه خدمتونو دنه لاس بري په ګډون دپديدو قرباني وي.

جمهوررييس دقانون دنه رعايتولو ،  د دولتي مقاماتو دزور زياتي، دټولنيزو اوفرهنګي چارو په رعايتولو کې دبي نظمي  ، له کاري او وظيفوي مصوونيتونوڅخه دناوړې استفادې ، په غيرضروري سفرونو اومجلسونو کې دګډون په شان پديدو ته په اشارې سره د کابينې پاملرنه دسملاسي اصلاحاتو اړتيا ته جلب کړه اودمجلس له غړو څخه يې وغوښتل  چې سرله نن ورځې څخه دى   دمعياري اوله فساد څخه دخلاصو خدمتونو دوړاندي کولو لپاره له پخوا اقدامات ترلاس لاندې ونيسي.

دوزيرانو شورا  دشيکاګو دکنفرانس دارزښتونو اوپريکړو  دتائيدولو اوملاتړپه ترڅ کې وزارتونه اودولتي اداري  ددغه کنفرانس دپريکړو په تحقق کې موظفي کړي  .

 وروسته دوزيرانو شورا  په سيمه کې دهيواد دنوميالي شاعر استاد خليل الله خليلي  ته ددرناوي په خاطر چې په ١٣٦٦ کال کې دهجرت په ټاټوبي کې وفات شو اودپاکستان  په پيښورښارکې خاورو ته سپارل شوي و په دې وروستيو وختو کې دارواښاد وراسته هډوکي  دده ددوستانو له خوا کابل ته وليږدول شول  داطلاعاتو اوفرهنګ دوزير په مشري  دلوړو زده کړو اودپوهنې دوزيرانو ، دکورنيو چارو وزارت دواکمن استازي ، په علمي اوفرهنګي چارو کې د جمهوري ر ياست دسلاکاروزيرڅيړنپوه زلمي هيوادمل اودعلومواکاډمي درييس په غړيتوب يو کميسيون موظف کړ چې  دمسعودخليلي په ګډون دښخولو دځاى له تثبيتولو وروسته دى دهيواد دملي شخصيت دتکفين ، ښخولو اودفاتحي اخيستلو دمراسمو پلان دتدبيرونو په نيولوسره طرحه اوتطبيق کړي .

له اجنداسره سم داقتصادي کميټې د ١٣٩١ کال دلومړي ، دويمې  اودريمې ګڼې پريکړو لنډيز دجمهوري رياست ددويم مرستيال اوددغې کميټې درييس محمدکريم خليلي له خوا غونډې ته وړاندي شو اوپه ګمرکاتو کې درول شويو وسايطو دګمرکي سندونو دپړاونو دبشپړولو په اړوند غونډې ته داسې معلومات وړاندي کړل .

 دڅه دپاسه لسو کلونو مخکي توليددګړنديووسايطو د واردو دبندولو په باب دوزيرانوشورا له پريکړي وروسته  ٢٣٠٠  کړندي وسايط دملي سوداګرو له خوا واردشوي  او په مودو مودو په کراچي بندرکې درول شوي دي  چې دهيواد ګمرکاتو ته دهغو له رسيدو وروسته د وارديدو مجوزه زماني موده يعني درې مياشتې پاى ته ورسيدې اوس دغه  وسايط په ګمرکاتو کې ولاړ   دي .

دوزيرانو شورا دماليې وزارت موظف کړ  چې دغه وسايط دى دمحصول دپرزي په نرخ اوپه هغه صورت کې دى دهيواد له ګمرکاتو څخه  دايستلو اجازه ورکړي چې دغه وسايط يوازې دپرزي په بڼه وکارول شي  اوله دې وروسته دى دهيواد په ګمرکاتو کې ددغه شان وسايطو دوارديدو په کلکه مخه ونيسي  چې موضوع له دې وروسته دوزيرانو شورا په اجندا کې ونه نيول شي .

وروسته ديو پاليسي جوړونکي بورد په چوکاټ کې دافغانستان داوسپني دپټلۍ، دخپلواکي  اداري جوړول د جمهوري رياست دستر اقتصادي سلاکار له خوا غونډې ته داسې طرحه شول .

دوزيرانو شورا د ١٣٩٠ کال دزمري دمياشتې دشپږمې نيټې  دغونډې  له پريکړې سره سم ، موظف کميسيون ؛ موضوع وڅيړله او داقتصادي کميټې د ١٣٩١ کال دوري دمياشتې دپنځلسمې نيټې  په غونډه کې يې طرحه کړه.

په دې طرحه کې  داوسپني پټلۍ  دخپلواکي اداري د جوړولو لپاره  دهدفونو تشکيلاتي جوړښت ، دندې ، تمويلونکي مراجع  اوزماني جدول اټکل شوي دي.

دوزيرانو شورا له هر اړخيزو خبرو وروسته ، اقتصادي کميټه يې يوځل بيا موظفه کړه  چې دفوايد عامې وزارت په چوکاټ کې ددغې اداري جوړول دى دهغې دتشکيل دطرحې دتمويل دمنابعو ،  دظرفيت دجوړولو  اودقانونمنديو دطرحې په پام کې نيولو سره په داسې ډول وڅيړي  چې داوسپني دپټلۍ مالکيت دفوايدعامې په وزارت  اودافغانستان په خلکو پورې اړه ولري .

دغونډې دکار په دوام  دغوري سمنټو دفابريکي   اودکرکر اودودکش دډبرو دسکرو دکانونو دقرارداد تعديل دکانونو دوزير له  خواغونډې ته داسې طرحه شو.

دوزيرانوشورا د ١٣٨٥ کال دتلي دمياشتې  ددريمې نيټې دغونډې  له پريکړي سره سم دکرکر اودود کش دډبرو سکرو  دکانونو اودغوري سمنټو دلومړي او دويم لمبر فابريکو داجارې ورکول  اودنوي فابريکي د جوړولو قرارداد دانونسمنت کمپني له لورى سره دنهه څلويښتو کلونو لپاره لاسليک شو چې دغې کمپني دقرارداددلاسليک له پيل څخه تراوسه پورى هيڅ راز عملي اقدام نه دى کړي .

دوزيرانو شورا له هراړخيزو خبرو  وروسته اقتصادي  کميټې ته دنده وسپارله   چې دقرارداد دتمديد اويا نه تمديد موضوع دى  چې قرارداد کوونکي  کمپني دونډه والو په ګډون په هر اړخيزه توګه وڅيړي اودغونډې له يادونې سره سم دى په دې باب اقدام وکړي .

وروسته دآرياناشرکت دکارکوونکو دتقاعد اودانفصال دحقوقو تدارک  اوددغه شرکت  دمالياتي معافيت غوښتنه داريانا شرکت درييس له خوا غونډې ته طرحه شوه .

دوزيرانو شورا دماليې وزارت موظف کړ  چې دمنفصل شويو کارکوونکو دتقاعد حقوق دى ددولت له لايحې سره سم ورکړي  اوداړتيا په صورت کې دى ددغه شرکت په مالي چارو کې مرسته وکړي .

وروسته  دهيواد په هوايي ډګرونو کې دګروند هندلنګ دخدمتونو په وړاندي کولو کې دښه والي اوشفافيت طرحه دترانسپورت اوهوايي چلنددوزير له خوا غونډې ته وړاندي شوه . دوزيرانو شورا پريکړه وکړه  چې  په هوايي ډگرونو کې دګروند هندلنګ خدمتونه  دى داريانا شرکت له خوا ترسره شي داريانا شرکت موظف کړي شو چې په نړيوالو معيارونو ددغو خدمتونو دظرفيت دلوړولو په لاره کې دى دغه خدمتونه دترانسپورت اوهوايي چلند وزارت له شرط پاڼې سره سم دمشارکت په ډول له معتبرو نړيوالو کمپينوسره ترسره کړي .

په همدې ترتيب  دوزيرانو شورا  دديرشو  زرو تنو حاجيانو له ونډې څخه ، داريانا شرکت په واسطه دلسو زرو تنو حاجيانو  ليږدونه تائيد کړه او پريکړه يې وکړه په هغه صورت کې چې  دحاجيانو ونډه له ديرشو زرو تنو څخه زياته شي  ، داريانا شرکت دحاجيانو داضافي ونډې دليږدونې مسووليت لري .

دغونډې په پاى کې دبهرنيو چارو دوزير له خوا درې مورده نړيوال تړونونه غونډې ته  طرحه شول  چې دتائيد وړ وګرځيدل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته