امنیت

څلور تنه ترکي انجنيران ازاد کړى شول

پل علم باختر ثوردرويشتمه
په لو ګر کې پرون څلورتنه تښتول شوي ترکي انجنيران ازاد کړى شول .
د لوګر ولايت دسيمه ييزو مسولينو دڅرګندونو  له مخې : طالبانو ٤ تنه ترکي انجنيران له قيد او شرط پرته څخه ا زاد کړي دي .
دلوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر رئيس خان عبدالرحيم زي باختر اژانس ته وويل:
طالبانو ٤ تنه ترکي کارکوونکي له کوم شرط پرته ا زاد کړل او هغوى په افغا نستان کې د ترکيې سفارت ته سپارل شوي دي.
دلوګر ولايت د ولايتي شورا رئيس عبدالولي وکيل وايي: طالبان دې نور تښتول شوي کسان هم ازاد کړي .
ده زياته کړه : طالبانو دثور په دويمه نيټه د لوګر ولايت په ازري ولسوالۍ کې ديوهليکوپتر سپرلۍ چې د هواد خرابوالى له امله يې اضطراري ناسته کړې وه تښتو لي وو .
د ترکيې دبهرنيو چارو وزارت ويلي دي، ددغه هيواد اته تنه او سيدونکي په لوګر ولايت کې دطالبانو له خوا يرغمل ونيول شول چې ٤ تنه يې پرون دطالبانو له خوا ازاد کړي شول .
دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ د امنيت امروايي چې دپاتې کسانو د ازاد ولو په باب چې د طالبانو په بند کې دي هلې ځلې دوام لري او هغوى به هم ډيرژر ازاد کړى شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته