فرهنګ

شپږسوه تاريخي آثار داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته وسپارل شول

کابل باختردزمري دمياشتي ١٥ :

دشپږسوه تاريخي اثار سندونه چي له انګلستان څخه  راوړل شوي و نن دانګلستان دسفارت دسلاکار له خوا داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت فرهنګي معين ته وسپارل شول.

دباختراژانس دخبرله مخې په دغو اثارو کې اته سوه درې څلويښت پارچي شته  چې دکورنيو جګړو په بهيرکې له ملي موزيم څخه لوټ کړي شوي وو،دبريتش موزيم له خوا اودانګلستان دسرحدي پوليسو له خوا ترلاسه شوي  اوپه دې وروستيو وختو کې کابل ته ليږدول شوي او ملي موزيم ته سپارل شوي دي.

ددغو اثارو دسندونو دسپارلو په غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت فرهنګي معين سيد مصدق خليلي په دې ترڅ کي چې   ددغو اثارو په  راستنولو کې دانګلستان دهمکاريوله امله قدردانۍ وکړه ويي ويل  انګلستان  په ٢٠٠٩ميلادي کال کي هم يوزرو پنځه سوه تاريخي اثار له دغه هيواد څخه افغانستان ستانه کړي و.

دغه راز فرهنګي معين دافغانستان دلرغونو اثارو دراستنولو په لاره کې دانګلستان دهمکاريو پردوام باندې ټينګاروکړ،.

دغه راز ده ددغو اثارو سندونه دملي موزيم  رييس ته وسپارل .

په دغو مراسموکې په کابل کې دانګلستان دسفارت سلاکار له انګلستان څخه افغانستان ددغو اثارو دراستنولو دڅرنګوالي په باب معلومات ورکړل او ويي ويل چې ديو هيواد تاريخي اثار دهغه هيواد دهويت ښکارندوي دي  او دغه اثار دساتني په مقصد ملي موزيم ته وسپارل شول او  له افغانستان سره دانګلستان  پرزياتو همکاريو يي ټينګاروکړ.

دملي موزيم رييس عمراخان مسعودي دغه اثار  چې اته سوه درې څلويښت پارچي کيږي دبرونزو، باختري يونان ، کوشاني ، يفتلي  او دغه راز په اسلامي دوري پورې  اړوند وبلل .

ديادونې وړ ده  چې دتيرو جګړو په بهيرکې څه دپاسه اويازره لرغوني اثار له ملي موزيم څخه لوت کړاي شوي وو اوله  ٢٠٠٧ ميلادي کال را په دې خواڅه ناڅه نهه زره تاريخي اثار بيرته افغانستان ته راستنول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته