سیاست

تبصره

کابل – باختر د ورى دمياشتې ١٧
سره له دې چې د جمهوري رياست له انتخاباتو څخه يوکال تيريږي؛ خو تر اوسه پورې د دولت کابينه نه ده بشپړه شوې او د ملي وحدت حکومت د دې فرصت نه دى پيدا کړى چې په خپلو لومړيتوبونو لاس پورې کړي.
د باختر آژانس مبصر ليکي:
د تېرکال د وري د مياشتې په ١٦ نيټه په هيوادکې د جمهوري رياست انتخابات ترسره شول. په انتخاباتوکې د خلکو پراخ ګډون د دوى د سياسي راتلوونکې په نسبت د افغانستان د خلکو د ژمنې او علاقمندۍ نښه نښانه وه. دوى دملي وحدت په روحيې او انګيزې سره د رايې ورکولو صندقونو ته لاړل چې په هيوادکې سياسي ثبات تامين او اقتصادي خوځښت رامنځته شي.
سره له دې چې د جمهوري رياست انتخابات دويم پړاو ته لاړل او په تعقيب يې د ملي وحدت حکومت جوړ شو؛ خو د ملي وحدت د حکومت مشرانو ونه کړاى شول
خپلو کاري لومړيتوبونو ته لکه څنګه چې له خلکو سره يې ژمنه کړې وه؛ورسيږي.
د يوکال په بهيرکې چې د جمهوري رياست له انتخاباتوڅخه تيريږي؛ د نورو  برياليتوبونو ترڅنګ د ملي وحدت د حکومت جوړول په خپله يوه عاقلانه يون و چې په هغه کې ټولو سياسي اړخونو خپل ځان وپيژاند، خو لا تر اوسه پورې هم د نظام او خلکو د لارې پرسر جدي خنډونه او ستونزې پرتې دي . د دولت کابينه نه ده بشپړه شوې او لاتراوسه پورې هم د حکومتي تشکيلاتو او د نورو بنسټونو زياته برخه د سرپرستانو له خوا اداره کيږي.
دغه ستونزې په ولايتونوکې هم محسوسې دي او زياتره ولايتونه واليان نه لري او چارې يې د سرپرستانو له خوا پرمخ بيولې کيږي.
ددغه شان حالت دوام له ادارو څخه اداري خوځښت اخيستى دى، ځکه سرپرستان په يوه ټاکلې کاري محدوده کې دي او اجراييوي صلاحيتونه يې په ټاکلي چوکاټ کې دي.
د سرپرست په نامه نقيصې ټولې ادارې نيولې دي او دا کار د دې سبب شوى دى چې په اداروکې کاري نيمګړتيا واکمنه شي او اقتصادي، امنيتي، سياسي او ټولنيز چلنجونه لاپسې جدي شي.
سره له دې چې د انتخاباتو په کميسيون کې د مديريت نشتوالى او د نيمګرتيا شتون د انتخاباتو په دستونزو عامل وبلل شول؛ د انتخاباتو په کميسيونونوکې د اصلاحاتو د رامنځته کولو په باب ژمنه هم کمزورى او ټکنى بهير لري.
دملي وحدت د حکومت بل برياليتوب چې د تېر يوکال په بهيرکې ترلاسه شو؛ د امريکا له متحده ايالاتو او ناټو سره د امنيتي موافقه ليکونو لاسليک کول و؛ خو دغه موافقه ليکونه هم د خلکو د حالت په تېره بيا د امنيتي حالت په ښه والي کې دومره محسوس نه دي.
هغه پرمختياوې چې د تېر يوکال په بهيرکې په هيوادکې رامنځته شوې؛ په ځينو حالاتوکې د افغانستان د خلکو او د هغو د دولتي چارواکو د هيلو پرخلاف وې او دا ښيي چې ځينو کړيو هلې ځلې وکړې چې د افغانستان د يون تګلورى بدل کړي.
له شک پرته هغه ستونزې او خنډونه چې په دې موده کې د افغانستان د خلکو د لارې پرسر پيدا شوي دي؛ بيا د پخوا په شان بهرني جرړې لري چې د دې سبب شوې چې د هيواد مشران ونه کړاى شي خپلو کاري لومړيتوبونو ته ورسيږي، خو دا کار نه شي کولاى موږ ته برائت راکړي. ځکه د دې هيواد دښمنان هيڅکله زموږ د خلکو او هيواد په وړاندې له خپلو بدو غرضونو او نيتونو څخه نه دي تېر شوي.
موږ ته لازمه ده چې حالت درک کړو او خپلې ستونزې د ملي وحدت تر سيورى لاندې حل کړو او له نورو څخه د لاسوهنې فرصت واخلو. ځکه افغانان دي چې د ستونزو پيټى په اوږو اخلي او د دغو ستونزو لرې کول يواځې په همغږۍ، متقابل درک او زغم کې شونې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته