سیاست

جمهوررئیس غني د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي سره وکتل

کابل باختر دلړم دمياشتې ٤ نيټه  :                                            

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن غرمه له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي  استازي  رولانډ کوبیا سره په ارګ کې وکتل.
دجمهوررئيس دوياند مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ.                         

په پیل کې رولانډ کوبیا دافغانستان لپاره داروپایي ټولنې درهبرۍ نېکې هیلې جمهور رئیس غني ته وړاندې کړې وېې ویل، اروپايې ټولنه به د افغانستان حکومت او خلکو لومړیتوبو ته په کتو د افغانستان له حکومت سره خپلو مرستو او همکارۍ ته دوام ورکړي.
هغه زیاته کړه بروکسل کنفرانس کې ترسره شوي ژمني د عملي کېدو په حال کې دي.
دواړو لورود افغانستان اوجنوبي اسیا لپاره دامریکا متحدو ایالتونو نوې ستراتیژي ګټوره وبلله وېې ويل، له رامنځته شوي فرصت څخه باید د سیمې د سولې او ثبات لپاره ګټه واخیستل شي.
په دې کتنه کې د سیمه ییزه سترو پروژو، ترانزیټ او برېښنا په اړه هراړخیزه خبرې وشوې.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي په تېرو دریو کلونو کې د انکشافي پروګرامونو، ښې حکومتولۍ، د سولې او ثبات، فساد او بېوزلۍ سره د مبارزې په برخو کې د جمهوررئیس غني او د افغانستان حکومت د هڅو قدرداني وکړه.
نوموړي زیاته کړه: د سولې په اړه د افغانستان په مالکیت د بین الافغاني مذاکراتو او کابل پروسې هراړخیز ملاتړ کوو او باید د سیمې هېوادونه دا درک کړي چې په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دی او د تروریزم ملاتړي هېوادونه به په خپله له دغې شومې پدیدې څخه متضرر شي.                                          

جمهوررئیس غني افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د اروپایي اتحادیې د مرستو او همکاریو مننه وکړه وېې ویل: زموږ اواروپايي ټولنې مشارکت په ارزښتونو ولاړ دی.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس زیاته کړه، د افغانستان هدف په سیمه کې د اقتصاد پیاوړي کول دي او د افغانستان سوداګریزې او ترانزیټي اړیکې به د سیمې له هېوادونو سره نورې هم پراخه شي.
د هېواد جمهوررئیس د بین الافغاني سولې پروسې څخه د اروپایي ټولنې د ملاتړ مننه وکړه وې ویل، هیله مند یم چې زموږ ګاونډیان  د ماحول تغیر درک او په دې برخه کې مثبت دریځ غوره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته