سیاست

اعلاميه

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٠
د اجراييه رياست اعلاميه
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست د تويترپاڼه تېره شپه د ناپيژاندو هکرانو له خوا هک شوې  ده او د اجراييه رياست د رسانه يي او تخنيکي ټيم له ادارې څخه وتلې ده.
لا تراوسه پورې د هکرانو د هويت او د هغه  ځاى په باب چې په دغه عمل يې لاس پورې کړى دى؛ دقيق او پوره معلومات نه دي ترلاسه شوي. امنيتي او تخنيکي بنسټونه په دې برخه کې کارکوي چې په تويتر پرلاسۍ پيدا کړي او دغه پاڼه عادي حالت ته وګرځوي.
د تېرې شپې له اوو بجو څخه تر اوسه پورې دغه پاڼه د دغې ادارې له کنترول څخه وتلې ده؛ له دې امله په هغې تر بيا لاسبري پورې هغه هر راز مواد، معلومات او خپرونې چې له دغې پاڼې څخه خپريږي؛ د افغانستان د اجراييه رياست او حکومت د رسمي نظر انعکاس نه دى.
د اجراييه رياست د هک شوي تويتر د رسمي پاڼې پته:
https://twitter.com/afgexecutive

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته