امنیت

د کندز په نويوجګړوکې شپږ ويشتو تنو وسله والوطالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل باختر دوري درې ويشتمه :
د پامير  شلمې  فرقې په کندز ولايت کې د ناټو د ځواکونو د هوايي عملياتو په بهير کې  د شپږ ويشتو وسله والو طالبانو د وژل کيدو خبر ورکړى  دى .
په هغې اعلاميه کې چې د دغې فرقې له خوا باختر آژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي چې د افغانستان د دفاع وزارت د ځواکونو او د نړيوال ايتلاف جنګي الوتکو تېره شپه د کندز ولايت د دشت ارچي او د چاردرې د ولسواليو په مربوطاتو او د دغه ولايت د مرکز په تلوکه ساحه کې د ياغي طالبانو په پټنځيو بريدونه وکړل  چې له امله يې ٢٦ تنه وسله وال طالبان ووژل شول اوپه لسګونو تنه نورټپيان شول.
په اعلاميه کې ويل شوي دي چې په دغو عملياتوکې د دولت يوشمېر پوځي  وسايط چې له ياغيانو سره و؛ له منځه تللي او د هغوى يوه اندازه نورجنګي وسايل  په عملياتوکې د شاملو ځواکونولاس ته ورغلي دي .
ويل کيږي؛ په کندز ولايت کې پوځي عمليات دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته