فرهنګ

پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي د افغان زيارت کوونکو د ستونزو په حل کولو ټينګار وکړ

کابلباختردتلې دمياشتې٣٠نيټه  :
د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت سرپرستې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي نن د ګرځندوى او زيارتي شرکتونو له مسوولينو او استازو سره په غونډه کې د افغان زيارت کوونکو د ستونزو د حل کولو په باب خبرې وکړې.
د باختر آژانس دخبرله مخې:
په دې غونډه کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار محب الله ذاکري او د افغانتور د تصدۍ رئيس نورمحمد حسين خيل هم حاضر وو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې عراق ته د خپل وروستي سفر د برياليتوبونو په باب معلومات ورکړل او ويې ويل چې د دغه سفر په بهيرکې د عراق د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوى د چارو له معين حمود يعقوبي او د دغه هېواد له يوشمېر نورو مسوولينو سره دغه هېواد ته د افغان زيارت کوونکو د ليږدونې او په کابل کې د عراق سفارت له لارې د ويزې د اجرااتو لپاره د مناسبو زمينو د برابرولو په باب خبرې او تفاهم شوي دي.
دغه راز په دې غونډه کې افغان زيارت کوونکو ته د ويزې د ستونزو د حل کولو، د هېواد د قانوني سياحتي او زيارتي شرکتونو د معرفي کولو چې معياري دي او ښه خدمتونه يې ترسره کړي؛ د سياحتي او زيارتي شرکتونو په تفاهم د طرزالعمل د برابرولو او دغه راز د ويزې د اجرا کولو د ستونزې د لرې کولو په خاطر په کابل کې د عراق سفارت له مسوول سره خبرې وشوې.
دغه راز د غونډې برخه والو د دې ترڅنګ چې افغاني زيارت کوونکو ته د اسانتياوو د برابرولو په خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې   پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي د کارونو قدرداني وکړه؛ خپلې نظريې او پيشنهادونه يې طرحه کړل.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته