ورزش

د آسیا په اتلوالي کې د ازبکستان ، تاجکستان او نیپال ټیمونوسره د افغانستان د فوټسال د ملي ټیم لوبې.

کابل / د مرغومي / ۱۹ / باختر
د آسیا د اتلوالۍ د فوټسال په سیاليو کې پچه اچونه وشوه .
په دې پچه اچونه کې د افغانستان د فوټسال ملي ټيم د ازبکستان ، تاجکستان او نیپال له ټیمونوسره په یوګروپ کې دى.
د افغانستان د ملي پوشانو ټیم د وري د میاشتې په ۲۱ نېټه د تاجکستان له ټیم سره لوبه کوي.
د افغانستان د فوټسال ملي ټیم دوه نور لوبې د وري د میاشتې په ۲۲ او ۲۳ نېټه په ترتیب سره له ازبکستان او نیپال ټیمونوسره ترسره کېږي.
د افغانستان د فوټسال د اتلوالي سیالۍ د وري د میاشتې له ۱۲ نېتې څخه ترشپږويشتم نېټې پورې د ۲۱ ټیمونوپه ګډون د عربي متحده اماراتوپه کوبه توب ترسره کېږي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د آسیايي سیالیو د فوټسال د پچې اچونې په اړوند غبرګون کې د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره په دغو سیالیوکې د ګډون لپاره د افغانستان د ملي پوشانو ټيم د چمتوالی خبرې وکړې.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته