امنیت

دوه ويشت طالبان د سولې له بهير سره يوځاى شول

٣٢- کابل /دمرغومي ٢٢ /باختر
د وسله والوطالبانو د ډلې ٢٢ غړي په ننګرهار کې له جګړې او ورور وژنې څخه لاس واخست او د سولې له بهيرسره يوځاى شول.
دغه طالبان مخکې له دې د ننګرهارپه ځينوسيموکې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و.
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه طالبان د ملي امنيت د منسوبينو د هلوځلو په نتيجه کې له جګړې لاس واخست او د سولې له بهير سره يوځاى شول.
د دغوطالبانوسرګروپ په خپلو خبرو کې له هغه څه څخه چې پخوا د خپلوخلکواو هېواد په وړاندې ترسره کړي دي پښيماني څرګنده کړه او ويې ويل چې له دې وروسته به د خپل هېواد د امنيت په تامينولو او بيا رغاونه کې هلې ځلې وکړي .
دغو طالبانو يوشمېر وسلې او مهمات افغان ځواکونوته وسپارل.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته