خبرونهروغتیا

د کرونا ٥٠٠ زره دوزه واکسين هېواد ته راورسېدل

٣٧- کابل / د سلواغۍ / ۱۹/ باختر
د هندوستان د مرستې ٥٠٠ زره دوزه د کرونا واکسين نن د عامې روغتيا وزارت سرپرست ته وسپارل شول.
د باختر اژانس د خبرله مخې؛ د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکتر وحيد مجروح د هند له سفير څخه د دغه واکسين د تسليمۍ په وخت کې مننه وکړه او ويې ويل چې په لومړي ګام کې دغه واکسين پر روغتيايي کارکوونکو، ښوونکو، امنيتي ځواکونو او پر هغوکسانو چې زيات زيانمنونکي دي تطبيق کېږي.
هغه زياته کړه چې په راتلونکي پړاو کې به دغه واکسين پر هغو کسانو چې د شکرې، سرطان، د زړه او نورو وژونکو ناروغيو په ګډون مزمنه ناروغي لري، تطبيق شي.
هندوستان لومړنى هېواد دى چې د کرونا ويروس پرخلاف مبارزه کې له افغانستان سره پنځه سوه زره دوزه واکسينو مرسته کوي.
ختم-ج-

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته