خبرونهامنیت

په کندز کې د انسان تښتوونکو يو مشهور سرګروپ ووژل شو

کابل، د زمري٢٠مه، باختر
د کندز امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې یو مشهور انسان تښتوونکی وژلی دی.
د کندز د امنيې قوماندانۍ وياند عبيدالله عابدي باختراژانس ته وويل چې د انسان تښتوونکو دغه سرګروپ هغه وخت ووژل شو چې امنيتي ځواکونو سره یې جګړه پیل کړه او له تسلیمي څخه یې ډډه وکړه.
هغه زیاته کړه، له وژل شوي سړي څخه دوه تومانچې او يوه اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي.
\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا