امنیت

د غصب کوونکو له منګولوڅخه ځمکې وژغورل شوې.

کابل باختر دمرغومې شلمه
د ننګرهار ولايت مسولين وايي  د جلال اباد اړوند د قاسم اباد په ښارګوټي کې دغېر قانوني جوړو شويو ودانيو دويجاړولو کمپاين يې پيل کړی، چې په ترڅ کې يې يواندازه ځکمه د غاصيبينو له منګولو څخه خلاصه شوه.
د ننګرهار د قاسم اباد ښارګوټي د کمېسيون مشر او د ولايت دسکتوري  خدماتو ريېس احمد شاه سادات باختر اژانس ته وويل، چې دغه کمپاين د جمهوررييس په حکم او د سلاکار وزير او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په لارښوونه دښاروالۍ په رسمي ښارګوټو کې دغاصبينو دلاسونو دلنډولو په موخه پيل شوی دی.
ده زياته کړه  دغه کمپاين به تر هغې دوام وکړي، چې په دغو
ښارګوټو کې ټولې غېرې  قانوني ودانۍ ونړول شي.
له بله خوا د جلال اباد  ښاروال حميدالله افغان وايي: په دغه ښارګوټي کې دخلکو  له خوا هغه ځايونه غصب شوي، چې د دغه ښارګوټي دوېش دنقشې له مخې د ټولګټو کارونو لپاره ځانګړي شوي .
د بهسودو ولسوال محمد صديق دولتزي وويل، چې دتېرو کمپاينونو په پرتله دا ځل دسلاکار وزير  او د ننګرهار د والي په لارښوونه يې جدي کمپاين پيل کړی .                                                          
دغه راز قومي مشرانو او مخورو محمدهاشم دانشيار او ملک ولايت خان په روان  کمپاين خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه ، چې دولسونو په مرسته داسې کمپاين ترسره شو، چې په وينا يې په تېرو کلونو کې بې ساری و.
دوی د ولايت مقام او د اړونده ادارو له مسوولينو مننه وکړه ، چې پرته له کوم توپيره يې په ټولو قانون  يو ډول پلي او دغاصبينو پروړاندې يې جدي اقدام وکړ.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته