(PS)خبرونه(PS)ټولنه

په کندز کې د اوبو رسولو دوو شبکو د رغولو چارې پیل شوې

کابل، د وږي ۲۰ مه، باختر

د کندز د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د اوبو رسولو د ۲ شبکو د رغولو چارې پیل شوې دي.

د یاد ولایت په دوو ولسوالیو کې د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړولو چارې د پیل خبرورکړی دی.

د کندز ولایت په چهاردرې او اقتاش ولسوالیو کې د دوو شبکو د جوړولو چارې پيل شوې

د کندز د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو باختر آژآنس ته وویل چې د دغه ولایت په چهاردرې او اقتاش ولسوالیو کې د اوبو رسولو د ۲ شبکو د جوړولو چارې د یونیسف په مالي ملاتړ د ۱۷ میلیونو ۵۴۴ زره افغانیو په لګښت پيل شوې دي.

هغه زیاته کړه چې په یادو شبکو کې د ۲۴ زره  ۱۱۳ مترو په اوږدوالي د پایب غځول، د ۸۸ سولرونو نښلول، د ۱۸۰ مترو په اوږدوالي د دوو ژورو څاګانو کیندل، د ۱۱۰ متره مکعب په وړتیا د اوبو د ۲ زېرمو جوړول او د کور په کور د ۶۵۷ نل لیکو نښلول شامل دي، چې په بشپړېدو سره به یې ۸۶۳ کورنۍ د څښاک پاکو اوبوته لاسرسي ومومي.

هېره دې نه وي چې د یادو پروژو په پلې کولو سره د سیمې اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا