
کابل، د وږي ۲۷ مه، باختر
د کندز د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د علي
آباد ولسوالۍ په میرشیخ بلوچ کلي کې د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ او د وزارت د
کلیوالي اوبو رسولو او روغتیا ساتنې پروګرام په همکارۍ د ۸۰ میلیونو ۹۷ زره ۷
سوه افغانیو په لګښت په سولرپمپ سیستم سمبال د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې
پيل شوې.
د کندز د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست استازی انجنير دوست محمد سيد زي وايي
چې په یاده پروژه کې د ۷۰ زره ۹۹ مترو په اوږدوالي د نلیکې غځول، کور په کور
د ۱۵۲ نلکو( شیردهنونو) نښلول، د ۱۰۰ مترو په ژورتیا د ژورې څاه کېندل، د ۴۰
متر مکعب په لوړوالي د اوبو د زیرمې جوړول، د ۳۹ سولر ښېښو او د احاطوي
دېوال جوړول شامل دي، چې په بشپړېدو سره به یې ۴۲۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو
ته لاسرسی پیدا کړي.
د یادونې وړده، چې له دې وړاندې هم د یاد ولایت د چهاردرې ولسوالۍ په یتیم کولابي
او د اقتاش ولسوالۍ په جنت باغ کلیو کې د اوبو رسونې د دوو شبکو چارې
پیل شوې دي.