خبرونهټولنه

په کندز کې د بروسلوز او د لیوني سپي د واکیسن کمپاین پیل شو

 کابل، د غبرګولي۱۸مه، باختر

د څارویو او د لیوني سپیو د واکسین د تطبیق کمپاین نن په کند ولایت کې پیل شو.

د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او د څارویو د روغتیا آمر نجیب الله حسن د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د بروسلوز او یا د څارویو د محرقې او د لیوني سپي د ناروغیو د مخنیوي په مقصد د دغو ناروغیو د واکیسنونو د تطبیق بهیر په کندز ښار او د کندز ولایت په ولسوالیو کې پیل شو.

هغه زیاته کړه، ټاکل شوې ده؛ په دې کمپاین کې ۳۲ زره ۸۹۹ دوزه واکسینونه په څارویو تطبیق شي.

ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا