امنیت

مظاهره کونکو د ارزګان د والي او دولايتي شورا درييس دګوښه کيدو غوښتنه وکړه.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٣
په ارزګان ولايت کې په لسګونو تنو ددغه ولايت د والي او دولايتي شورا د رييس دګوښه کيدو غوښتنه  وکړه .
د ترينکوت له ښار څخه  مظاهر کوونکې د ولايت د ودانۍ په وړاندې راټول شوي وو او له دولت څخه   يې وغوښتل  چې د ارزګان والي اميرمحمد آخوند زاده او ددغه ولايت د ولايتي شورا رييس له دندې څخه  ګوښه شي.
مظاهره کوونکې د ارزګان په  والي او د ولايتي شورا په رييس د اداري فساد او
له سوداګرو څخه د بډې اخستنې تور لګوي  او خبردارى ورکوي که چيرې دولت
د دوي غوښتنې  ونه څيړې خپل اعتصاب ته  به دوام ورکړي.
د  ارزګان   والي  اميرمحمدآخوند  زاده   د   باختر آژانس خبريال ته وويل :
  مظاهره کوونکو خپل شخصي ګټو ته درسيدو او دغير قانوني کارونو دترسره کولو په خاطر په مظاهرو لاس پورې کړى  او هغه تورونه  چې مظاهر کوونکې په ده لګوي ردوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته