اقتصاد

ځينې هېوادوال په ښارکې د لمريزې بريښنا د پروژې د عملي کولو هرکلى کوي

-کابل/ باختردوږي  دويمه :
د بريښنا شرکت په پام کې لري چې په لومړي پړاو کې د ځينو دولتي بنسټونو د اړتيا وړ بريښنا د سولرونو په درولو سره د لمر د انرژۍ له لارې برابره او وروسته دغې پروژې ته پراختيا ورکړي
د کابل ښار يو اوسيدونکى وايي چې د بريښنا په نشتوالي کې زياتې ستونزې کورنيو ته متوجه کيږي، ځينې کورنۍ له ټولو برقي وسايلو څخه استفاده کوي. که چيرې لمريزه بريښنا فعاله شي، دغه ستونزه لرې کيږي .
د بريښنا شرکت وياند وحيدالله توحيدي په دې باب دباخترآژانس خبريال ته وويل: هلې ځلې کيږي چې دغه طرحه په کورونو او و زارتونوکې د اقتصادي عالي شورا له تصويب وروسته د ژمي د فصل  له را رسيدو مخکې عملي شي .
د توحيدي د څرګندونوله مخې: په هغې طرحه کې چې ترلاس لاندې ده، لومړى تر را روان کال پورې له دې لارې يوشمېر وزارتونو او حکومتي بنسټونو ته پنځلس ميګا واټه بريښنا برابريږي او په دويم پړاوکې د ښار د اوسيدونکو د کورنيو په بامونوکې د لمريزې انرژۍ د توليدي وسايلو د درولو کار پيليږي .
يو دولتي کارکوونکى نويد په دې اړوند وايي: که چيرې همدغه رياست لګښتونه چې په لمريزې بريښنا کيږي، د بريښنا د اوبو په بند وشي، خلک د بريښنا د يوې پروژې خاوندان کيږي .
  د انرژۍ او اوبو وزارت وياند بصير اعظمي وايي چې لمريزه بريښنا د استوګنې کورونه په ځان بـسيا کوي او له بله پلوه د بريښنا د کمښت مخه نيسي .
  د ده د څرګندونوله مخې: دغه پروژه د آسيا د پرمختيايي بانک په همکارۍ عملي کيږي .
ده څرګنده کړه: هغه لګښتونه چې په دې لاره کې کيږي، نيمايي بيې به د آسيا پرمختيايي بانک او نيمايي يې کورنۍ ورکړي.
ده څرګنده کړه چې لمريزه بريښنا کورنيو  ته زياته ګرانه نه ده .
يوبل ښاري اميد چې له لمريزې بريښنا څخه کار اخلي، وايي چې لمريزه يا سولري بريښنا بېلابېلې بيې لري چې په يو ډول سره يې کورنۍ کولاى شي له ټولو برقي وسايلو څخه کار واخلي او بل ډول يې داسې دى چې کورنۍ کولاى شي له هغې څخه يواځې د روښنايي او د ټلويزيون لپاره استفاده وکړي. خو طرحه کوي: کله چې په دې لاره کې پروژه عمل کيږي، واردوونکي او سوداګر زياته ګټه ورڅخه اخلي، په دې مانا چې سولرونه په لوړه بيه خلکو ته وړاندې کوي .
دى وايي: څرنګه چې د دغې پروژې په عملي کولوکې د آسيا پراختيايي بانک له بريښنا شرکت سره همکاري کوي، نو بايد د  پروژې د اړتيا وړ وسايل په عمده توګه د شرکت له لارې وارد او په دې پروژه کې په کار واچول شي. 
په هر صورت هېوادوال د هرې هغې پروژې چې سوکالي او اسانتيا په مخکې ولري، هرکلي کوي. خو په چارواکو پورې اړه پيدا کوي چې د دغه شان پروژې په تطبيق کې د خلکو اقتصادي حالت هم په پام کې ولري .
  ختم_ عطاالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته