
کابل، د وږي ۱۶مه، باختر
د کندز د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د تخارستان لرغوني جامع جومات تر بیا رغولو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مطیعالله روحاني د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د تخارستان لرغونی جامع جومات د کندز د ښاروالۍ له لوري د ۴ میلیونه ۲۳۷ زره افغانیو په لګښت د ۵ میاشتو په موده کې بیا رغول شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د تخارستان جامع جومات په دغه ولایت کې یو له هغو تاریخي جوماتونو څخه دی چې شاوخوا ۱۰۰ کاله تاریخي مخینه لري او د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ۱۹ تاريخي ځايونو څخه یو همدا جومات هم ثبت او راجستر دی.