
کابل، د غبرګولي ۳مه، باختر
د کندز د تخنیکي او مسلکي زده کړو لوی آمریت کې د درېیم سمسټر برحاله محصل ضیاالحق په خپل شخصي لګښت او نشت امکاناتو باندې د يوې مياشتې په موده کې درې وسلې جوړې کړې دي.
ضیاالحق له باختر آژانس سره په خبرو کې وویل، چې دغه درې جوړې شوې وسلې ۲ یې M4 او یوه روسي ډوله کلاشینکوف دی چې په خپل شخصي لګښت یې د يوې مياشتې په موده کې جوړې کړې دي.
په همدې حال کې د کندز د تخنیکي او مسلکي زدکړو آمر مولوي محمد فاضل الفت د دغه د نوښت ستاینه وکړه او په راتلوونکي کې یې ورته د لا زیاتو بریاوو هیله وکړه.
الفت زیاته کړه، چې په راتلونکي کې زده کړیالانو ته د موټرو جوړولو ترتیبات هم په پام کې نیولي چې راتلونکې کې به یې ښاریان شاهدان وي.
لمر، همنوا