کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٢
دهرات ولايت دفوټبال د دويم لاس دغوره سياليو وروستۍ لوبه نن مازيګر دوام مومي.
دهرات ولايت دفوټبال فدراسيون تخنيکي مسوول نجيب الله نوروزي دباختر آژانس خبريال ته وويل :- په دې پړاو کې . د آزادي او کوثر ټيمونه لوبه کوي او د دويم لاس دليک اتل ددغه پړاو په ترسره کولو سره مشخص کيږي.
د نوروزي دڅرګندونو له مخې :- دفوټبال د دويم لاس غوره سيالۍ د دولسو ټيمونو په ګډون په هرات ولايت کې پيل شوي وو .چې په پاى کې دکوثر او آزادي ټيمونو وکولاى شول ددغو سياليو وروستي پړاوونو ته لاره ومومي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ