ټولنه

تبصـره :

کابل باختردليندۍ دمياشتې ٢٢ :
ددسمبر لسمه  دبشر دحقوقو داعلاميې نړيواله ورځ په افغانستان کې  په داسې   حال کې نمانځل کيږي  چې دبشر حقوق دتروريستي او ورانکارو فعاليتونو په شتون کې  لړځنده حالت لري.
دباخترآژانس مبصر ليکي :
اووه شپيته کاله مخکې  د ١٩٤٨ ميلادي کال ددسمبر دمياشتې په لسمه نيټه  دنړۍ ٤٨ هېوادونو چې افغانستان هم پکې شامل و ، دبشردحقوقو نړيوالې اعلاميې ته رايه ورکړه.
هغه اعلاميه چې دځمکې پرمخ دانسانانو داساسي حقوقو متضمنه ده ، هغه اعلاميه  چې دځمکې دکرې  دهر اوسيدونکي لپاره دهيلې ډيوه شوه  او دغه هيله او زيرۍ يې په زړونو کې ژوندي کړل  چې انسانان له خپلوهررازحقوقو او وجيبو څخه ګټه  اخلي .
هغو هېوادونو  چې دبشرد حقوقو دنړيوالې اعلاميې په نسبت مثبته رايه ورکړه . په خپل وار  ژمنه وکړه چې  دبشردحقوقو په ساتنې اوپه دې اعلاميه کې ليکل شويو مادوته په درناوي  هڅه اوهاند کوي.
ددغې اعلاميې دتصويب له وخت څخه تراوسه پورې  ٢٠٢ هېوادونه  ورسره يوځاى شوې دي  او يوويشت نړيوال  کنوانسيونونه  پرې زيات شوې دي .
مهمه دا  ده چې  دټولو هېوادونو اساسي قوانينو په هغې  دتائيدمهرلګولى دى  . دبشردحقوقو په اعلاميه کې مهم اصل  ددويمې نړيوالې جګړې  دپيښو او هغو ته   د ورته پيښو له تکرارڅخه دنړيوالو دويرې او ډار  يادونه ده .
افغانستان چې  دهغو هېوادونو  په لومړي رديف کې دى چې دبشر دحقوقو نړيوالې اعلاميې ته يې مثبته رايه ورکړې ده . دبشري حقوقو دمعيارونو  دساتنې  او تطبيق  په لاره کې يې  زياتې ستونزې او ناخوالې ګاللې دي .
که چېرې  دسره پوځ له خوا دافغانستان داشغال ، تنظيمي  جګړو اودطالبانو  دواکمنۍ وختونو ته وګورو . دافغانستان خلکو ډول ډول  ظلمونه  او ناخوالې زغملي دي  چې ښي  دبشر حقوق په بيلابيلو ډولونو ددوى  په هېواد کې ترپښولاندې شوې دي او خلکو يې له دې پلوه زيات کړاونه  زغملي دي.
په هغه وخت کې   سور پوځ په افغانستان واکمن شو  نه يوازې  په سلګونو زره تنه  افغانان  په جګړو کې  ووژل شول ، ټپيان  ، معيوب او معلول شول  په زرګونو تنه  نور افغانان په پوليګونونو کې وځورول شول او صحرايي محاکمه شول . او دغه راز په  تنظيمي جګړو کې ښارونه  ، کلي او بانډې په  کنډوالو بدلې شوې  او ديو زيات شمير انسانانو  ژوند واخيستل شو او دِبشر له  حقوقو څخه پراخې سرغړونې وشوې . طالبانو  په هغه مشخص تعبير او تعريف سره  چې په خپله يې  داسلام او شريعت په باب لرل ، داسلام  او دمسلمانانو په حق کې  زياته جفا وکړه.  او دشريعت  دجاري کولو په نامه يې  له انساني حقوقو څخه زياتې سرغړونې وکړې.
دطالبانو درژيم له راپرځيدو او له نوې واکمنۍ وروسته  دبشري حقوقو حالت تريوې اندازې پورې ښه والى وموند خو سره له دې هم دبشر  د حقوقو حالت   دقناعت وړ نه دى . سره له دې  چې دلنډمهال  حکومت له   جوړيدو څخه تراوسه پورې د خلکو په ژوندانه کې  زيات بدلونونه رامنځته شوي دي  او خلک  نوې پديدې  تجربه کوي خو  دبشر دحقوقو ستونزې  دپخوا په شان جدي دي.
په هېواد کې  درسنيو آزادي تضمين شوې ده  ښځو دکار او زده کړې حق ترلاسه کړى دى  درسنيو شمير زيات شوى دى  هېواد له نړيوال تجريد څخه  ژغورل شوى او زيات برياليتوبونه دخلکوپه برخه شوې دي .
خودډار اچوونکو فعاليتونو دوام  چې  جرړې يې  له هېواد څخه په بهر کې دي دبنسټپالو فعاليتونو پراختيا ، بې ثباتي اواقتصادي تنګسيا ټول اوټول ددې سبب شوې دي  چې  په هېواد کې دبشرحقوق ناوړه  حالت ولري او دپخوا په شان لړځنډه پاتې شي .
موږ هره  ورځ دوسله والو مخالفينوله خوا  دخپلو هېوادوالو په وړاندې  دزياتو ناوړو چلندونو شاهدان يو ، دسرونو غوڅول ،يرغمل نيونې ، ځورونې ، جنګي اسارت ، دماينونو چاودنې ، ځانمرګي بريدونه اودملکي وګړو مرګ ژوبله دوسله والو مخالفينواوپه هغو پورې داړوندو تروريستي ډلو له  خوا له بشري حقوقو څخه دسرغړونې ژوندي مثالونه دي.
دغه راز افغاني ټولنه په نورو انګيزو سره هم  له بشري حقوقو څخه دسرغړونې شاهده ده .
نن ورځ په  افغانستان کې ښځې  ښه حالت نه لري  په کورنيو کې دهغوى حقوق په لازم ډول نه رعايت  کيږي ، دهغوى په نسبت کتنه بدوي او دوديزه ده. لاتراوسه پورې هم په  کليواوبانډو کې  د نجونو  دزده کړې او تعليم ددوام په نسبت منفي نظر  شتون لري. دمعيوبينو  ، معلولينو ، په نشه يي توکو دروږدو کسانو او دماشومانو په ګډون  دټولنې نور قشرونه هم ښه  حالت نلري.
هغه  حقوق اوامتياز چې معلولينو او معيوبينو ته ورکول کيږي   کافي نه دي  او په نشه يي توکو دروږدو کسانو ددرملنې لپاره  مناسب کار نه دى شوى . په داسې  حال کې  چې دهرې ورځې په تيريدو سره  دهغوى شمير زياتيږي.  دغه راز موږ دهرې ورځې په  تيريدو سره د هغو ماشومانو  دشمير دزياتوالي شاهدان يو چې هغوى  دخياباني ماشومانوپه توګه چې ديوې مړۍ ډوډۍ   دترلاسه کولو او له خپلو کورنيو سره  دمرستې لپاره  په کوڅو کې  لالهانده  او له ډول ډول ناخوالو   او ستونزو سره مخامخ دي .
نور له دغو څرګندونو څخه  جوتيږي چې په افغانستان کې دبشرحقوق لړځنده او ناوړه حالت لري او موږ  دبشردحقوقو  داعلاميې دتطبيق لپاره زيات واټن لرو  او دهغه دلنډولو لپاره  زيات کار ته اړتيا لرو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته