کابل – باختر دکب دمياشتې ١١
د هلمند ولايت د ناوې په ولسوالۍ کې دملي له اردو ځواکونو په عملياتو کې دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د هلمند دپوليسو ويندوى عبدالاحد چوپان دباختر آژانس خبريال ته وويل :
دملي اردو ځواکونو تيره شپه د مارجې ولسوالۍ د ترخه ناورپه ساحه کې عمليات ترسره کړل چې په بهير کې يې دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې : دغه عمليات د طالبانو له شتون څخه ددغو سيمو دپاکولو په مقصد ترسره شول چې په بهير کې يې يو کلاشينکوف ، يو توغندى ويشتوونکي او يوه اندازه مهمات هم د ملي اردو د ځواکونو لاسته روغلي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ