خبرونهروغتیا

په کندز کې د ( رفاه و آينده روشن) موسسې په لسګونو ناروغان تداوي کړي دي

کابل، د زمري١٨ مه، باختر

په کندز کې د رفاه و آينده روشن  يا (بي. اف. ډبليو. او) موسسې  ولايتي مسوولين وايي چې دوى  په ۴ مياشتو کې  په دغه ولايت کې زرګونه ناروغان تر درملنې لاندې نيولي دي.

د رفاه و آينده روشن موسسې ولايتي مسوول ډاکتر هجرت ذکي باختر آژانس ته وويل چې دغه موسسه د کندز د عامې روغتيا ترڅنګ فعاليت کوي.

هغه وويل چې د دغې موسسې ٧ ګرځنده ټيمونه د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې ٧٦ زره ناروغان تداوي کړي دي.

نوموړي زياته کړه چې د دوى ګرځنده روغتيايي ټيمونه د تغذيي، واکسين، رواني سلامشورو او د روغتيايي تعليماتو په برخو کې فعاليت کوي او د دې ترڅنګ پر خوار ځواکۍ ناروغۍ اخته ماشومانو ته مقوي خواړه هم ووېشل شول.

په همدې حال کې د کندز د عامې روغتيا رئيس ډاکتر نجيب الله ساحل د همکارو موسسو د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو يادونه وکړه او زياته يې کړه، د کندز د عامې روغتيا رياست د روغتيايي موسسو په همکارۍ د دغه ولايت د ولسواليو په  لرو پرتو سيمو کې روغتيايي خدمتونه ترسره کوي.

\ ذ

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا