امنیت

د غورماچ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

کابل / د غبرګولي١۴مه / باختر
د بادغيس د غورماچ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال په ګدون ۶ وسله وال طالبان په بادغيس کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه د جوند ولسوالۍ په شکافک کلي کې هغه وخت بريد وشو چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو.
د هېواد په لوېديح کې د ظفر قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دغه هوايي بريد کې د غورماچ لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال په ګډون ۶ وسله وال طالبان ووژل شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته