سیاست

دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت ويندوي دايران له لارې دسوريې جګړې ته دافغانان استول تاييد نه کړل .

کابل باختر د غبرګولي پنځمه :
دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت ويندوى نن په يوه خبري غونډه کې وويل داسې مدارک شتون نه لري چې دايران لورى په دغه هيواد کې ميشت  افغانان په سوريه کې جګړې ته استوي .
دباختراژانس دخبر له مخې پخوا ځينو رسنيو داسې خبرونه خپاره کړي و چې ګڼې  ايران په دغه هيواد کې يو شمير ميشت افغانان دسوريې  جګړې ته استوي .
دبهرنيو چارو وزارت  ويندوي احمد شکيب  مستغني چې په يوه  خبري کنفرانس کې چې خبرې کولې له دغې موضوع سره په اړيکه کې وويل چې تراوسه پورې ددغې موضوع د تاييد په باب کوم رسمي سند اويا رپوټ دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت ته نه دى رسيدلى .
دبهرنيو چارو وزارت ويندوي تيره اوونۍ ويلي و چې په دې اړوند په تهران کې دافغانستان دسفارت له لارې معلومات ترلاسه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته