ټولنه

په پنجشيرکې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي پنځه قضيې ثبتې شوې دي

پنجشير باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢٢ :
په پنجشير ولايت کې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي پنځه قضيې ثبتې شوې دي.
د پنجشير ولايت د ښځو د چارو رئيسې عاليې عطايي د باختر آژانس ته وويل:  په پنجشيرولايت کې د کال په لومړيو دريو مياشتوکې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي پنځه قضيې ثبتې شوې دي چې په هغو کې له کور څخه تيښته، وهل او ډبول، روحي او رواني  فشارونه او د ميراث  قضيې شاملې دي.
دې څرګنده کړه چې د دغو قضيو درې مورده حل شوي او دوه نورې قضيې د عدلي او قضايي ارګانونو تر څيړنې لاندې دي.
ميرمن عطايي زياته کړه: تېرکال دغه شمېر په ورته ورخت کې لس قضيې وې.
د ښځو د چارو رئيسې په روان کال کې د ښځو حالت ښه وباله او ويې ويل: يو لړ پروګرامونه چې د پوهاوي ورکول او حرفوي کورسونه دي، ښځو ته جوړ شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته