سیاست

جمهوررئیس غني: د سیدجمال الدین افغان پوهنتون انکشاف ته به اساسي پام وشي

 کابل/ باختر / د کب د میاشتې ۱٦مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني کنړ ته د خپل سفر په بهير کې پرون له غرمې مخکې د یاد ولایت له ښوونکو او د سیدجمال الدین افغان پوهنتون له استادانو سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
استاد محمد رضا ظهیر جمهوررئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سیدجمال الدین افغان پوهنتون د انکشاف په موخه د سیمینار  او فکري مرکز جوړولو، د لرګیو صنعت ،پوهنځي او فابریکې د ایجاد، د درېو پوهنځیو د ودانیو د جوړولو،  د استادانو د کمبود او مسکن هر اړخیزې ستونزې له جمهوررئیس سره شریکې کړې.
جمهوررئیس غني له استادانو او ښوونکو څخه د دغه مسلک د غوره کولو او د وطن د خدمت لپاره د ژمنو کدرونو د روزنې له امله مننه وکړه. همدارنګه یې هغوی ته ډاډ ورکړ چې د سیمینار جوړولو او تمویل په اړه به اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړي.
هغه زیاته کړه، د سیمینار د وړاندیزونو او پایلو په رڼا کې به د سیدجمال الدین افغان پوهنتون د انکشاف لپاره اقدامات او اساسي پاملرنه وکړو.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د کونړ، پکتیا، پکتیکا، خوست، قندهار او هلمند پوهنتونونه باید د کرښې دواړو غاړو ته دپرتو ولسونو لپاره د وصل او روښنایۍ مرکزونه وي. هغه زیاته کړه، د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو ولسونه ګډ احساسات، ارزښتونه، تاریخ او راتلونکی لري، نو دوی ته باید اساسي پاملرنه وشي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د لرګیو د صنعت پوهنځي د ایجاد ترڅنګ به د جمهوري ریاست له بودجې څخه د ارګ عملیاتي واحد د سیدجمال الدین افغان پوهنتون د یو پوهنځي ودانۍ هم جوړه کړي.
د هېواد جمهوررئیس  د خپلو خبرو په پای کې وویل، د ښوونځیو د ودانیو لپاره امکانات برابر شوي او له همدې امله په کونړ کې د ۲۰۰ ښوونځیو ودانۍ جوړېږي او په دې برخه کې به شته ستونزې په اساسي توګه حل شي.# پاى- فضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته