روغتیا

په هېواد کې دواکسين دپسرلني کمپاين لومړى دوره پيليږي .

کابل باختر د وري پنځمه :
دعامې روغتيا وزارت  سبا  په ټول هېواد کې دماشومانو د ګوزڼ ناروغي دواکسين  دتطبيق  لومړنۍ پسرلنۍ دوره  پيلوي .
  دباختراژانس دخبرله مخې ، ټاکل شوې ده په دې دوره کې  دهېواد په  زياتو سيمو کې  له پنځه کلني څخه ښکته  ټول ماشومان  دګوزڼ دخطرناکې ناروغۍ په وړاندې  واکسين شي .
  په دې دوره کې دعامې روغتيا  له وزارت سره  دنړۍ دروغتيايي سازمان او ديونيسف اداره همکاري کوي .
  دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز دباختراژانس له خبريال سره په خبرو کې دکورنيو له ټولو مشرانو څخه  وغوښتل  چې دخپل ماشومانو دواکسين دتطبيق  په برخه کې  له روغتيايي او رضاکارو ډلو سره  مرسته وکړي .
  دغه راز ده دهېواد په مرکز او ولايتونوکې له قومي مشرانو ، مخورو او ددولتي ادارو له مسوولينو څخه وغوښتل  چې دماشومانو د ګوزڼ ناروغي  دواکسين  دتطبيق په برخه کې له روغتيايي ډلو سره مرسته وکړي . او ددولت  له وسله والو ډلو څخه هم وغوښتل  چې  دهېواد دماشومانو دژوندانه دژغورنې په خاطر په ماشومانو دواکسين  دتطبيق مخه ونه نيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته