خبرونهورزش

په کندز کې د فوټبال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې

کابل، د زمري٢٠مه، باختر
په کندز کې د فوټبال غوره ليګ سيالۍ پرون د کندز د فوټبال فدراسيون له خوا پيل شوې.
د کندز د بدني روزنې او ورزش مديرمحمد قيوم رحيمي باخترآژانس ته وويل چې دغه سيالۍ د فوټبال فدراسيون له خوا د يوولسو ټيمونو ترمنځ د کندز په ورزشي لوبغالي کې پيل شوې دي.
رحيمي زياته کړه د دغو سياليو د ترسره کولو موخه د هېواد په کچه د اتلانو ليګ سياليو ته د غوره څېيرو ټاکنه ده.
\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا