امنیت

په ميدان وردګو کې د طالبانو په بريد کې د پوليسو٤ سرتېري شهيدان شول

کابل/ د وږي ٣١مه / باختر په ميدان وردګو کې د وسله والو طالبانو په بريد کې د پوليسو څلور سرتېري شهيدان شول. د ميدان وردګو د والي وياند محب الله شريف زى رسنيو ته وويل دغه سرتېري هغه وخت شهيدان شول چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د دغه ولايت مرکز ميدان په ده افغانانو سيمه کې د دوى پر پوستې بريد وکړ. هغه زياته کړه په پېښه کې وسله والو طالبانو ته هم د سرزيان اوښتى دى. پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته