امنیت

په هرات کې يوه ميرمن د خپل ميړه د وژنې په تور ونيول شوه

هرات باختر دلړم دمياشتې ١٦ نيټه  :
په هرات ولايت کې يوه ځوانه ميرمن د خپل ميړه د وژنې په تور ونيول شوه .
په دغې ميرمنې تورلګول شوى چې خپل زوړ ميړه يې وژلى او د دغه جنايت د پټ ساتلو لپاره يې خپل کور ته اور اچولى دى.
دغه پيښه پرون د دغې ميرمنې او خاوند په کورکې ترسره شوه .
د هرات د پوليسو يوه مقام د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغې ميرمنې خپل کور د ميړه له مړي سره يوځاى وسوځاوه.
پوليسو دغه تورنه ميرمن نيولې او له دې څخه تحقيقات دوام لري.
د دغې کورنۍ ګاونډيان وايي چې لومړى دغې ميرمنې او ميړه شخړه وکړه او په  پاى کې ميرمنې د ګازو له ډبې څخه ګاز د خپل ميړه په سر او مخ وشنيدل او دى يې په دې ډول وواژه .
تر اوسه پورې د دغې وژنې انګيزه نه ده معلومه .
پاى سعيده ذ 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته