(PS)خبرونه(PS)روغتیا

په کندز کې د لب چاک او کام چاک لرونکو لسګونو ماشومانو د درملنې لړۍ پیل شوه

کابل، د وري ١٢مه، باختر
په کندز کې د یوه خیریه بنسټ په همکارۍ د عامې روغتیا ریاست په همغږۍ د لسګونو ماشومانو د لب چاک او کام چاک د درملنې لړۍ، چې عملیات یې په وړیا ډول ترسره کېږي پیل شوه.
د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیب الله ساحل باختر آژانس ته وویل، چې له نېکه مرغه په کندز ولایت کې د شمال ختځ زون په کچه د هغو ماشومانو درملنه پيل شوه چې لب چاک او کام چاک لري.
ساحل زياته کړه، چې دغه وړیا عملیات د سعادت خیریه بنسټ په همکارۍ د ډاکټر عبدالغفار غيور په نوم یو افغان ډاکټر، چې له ترکیې هېواد څخه راغلی ترسره کېږي او پام کې ده چې تر ۱۵ ورځو ۲۰۰ ماشومان د شمال ختیځ زون ولایتونو سربېره د بلخ او فاریاب ولایتونو ماشومان هم په وړیا ډول عملیات کړي.
په ورته وخت کې د سعادت خیریه بنسټ مشر ډاکټر الله نور عرفاني له باختر آژانس سره په خبرو کې وویل، چې دوی ۲ زره ۵۶۰ هغه ماشومان، چې په کام چاک، سوځېدلي او دې ته ورته نورو ناروغیو سره لاس او ګرېوان دي ثبت کړي، چې په روان کال کې به ټول عملیات شي.
دغه راز دوه تنو چې خپل ناروغان یې د عملیات په موخه راوړي وو باختر آژانس سره په خپلو خبرو کې د خپلو ناروغو ماشومانو په درملنه خوښي څرګنده کړه او د یاد خیریه بنسټ او د عامې روغتیا ریاست له همکارۍ څخه مننه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د سعادت خیریه بنسټ د کندز عامې روغتیا ریاست په همغږۍ د دغه افغان ډاکټر په واسطه تېر ۱۴۰۱ کال کې هم ۹۶۹ تنه لب چاک، کام چاک، سوځېدلي، د سترګې پردې، سوی شکل او د غاښونو په ناروغيو اخته کسانو درملنه کړې وه.
لمر/همنوا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا