امنیت

اوولس تښتول شوي کسان اوس هم د طالبانو په بند کې دي

کابل/ باختر/ د زمري ١٤ مه
وسله والو طالبانو ١٥ تښتول شوي کسان نن په سمنګانوکې آزاد کړل.
د سمنګانو د خرم سارباغ ولسوال سراج الدين فطرت باختر آژانس ته وويل:            وسله والو طالبانو پرون مازيګر د سمنګانو د خرم سارباغ او روى دو آب ولسواليو ٣٢ اوسيدونکي د خرم سارباغ ولسوالۍ په تګلوري کې په دروازه سنګ سيمه کې وتښتول.
فطرت زياته کړه چې وسله والو طالبانو دغه کسان د خرم سارباغ ولسوالۍ بورمه سيمې ته بوتلل.
هغه زياته کړه: طالبانو د تښتول شويو مسافرانو له جملې څخه نن سهار ١٥ تنه يې چې درې يې د روى دوآب او د ١٢ نوريې د خرم سارباغ ولسوالۍ اوسيدونکي دي؛ آزاد کړل، خو نور مسافران تر اوسه د وسله والو طالبانو په بند کې دي.
د سمنګانو امنيه قوماندان وايي چې د نورو تښتول شويو کسانو د خلاصون لپاره هڅې دوام لري.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته