
کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر
د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د لسګونه جریبه ځمکې د غصب مخه نیول شوې ده.
د کندز ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس مولوي امان الله حسن د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې د امارت د غصب شويو ځمکو د مخنيوي کمېسيون د خپلو فعاليتونه په دوام دا ځل د کندز په قلعه ذال ولسوالۍ کې لسګونه جریبه ځمکه د غاصبینو له منګولو خلاصه کړې ده.
د يادونې وړ ده، چې د امارتي ځمکو د غصب د مخنيوي په موخه د کمېسيون له پيل راهيسې سلګونه جريبه ځمکې له غاصبينو بېرته راګرځول شوې او دا لړۍ به تر پايه دوام وکړي.
لمر