امنیت

په روزګان کې دکوماندو دځواکونو په ځانګړو عملياتو کې په لسګونو تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

-کابل باخترد ليندى پنځه ويشتمه :
دوسله والو طالبانو دډلې په لسګونو تنه غړي په روزګان ولايت کې په نويو پوځي عملياتو کې ووژل شول .
دغه عمليات تيره شپه دکوماندو دځواکونو له خوا دروزګان ولايت ددهراود اوچورې دولسواليو او ددغه ولايت دمرکز ترينکوټ ښار په مربوطاتو کې ترسره شول . دکوماندو دځواکونو وياند احمد جاويد سليم دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو ځانګړو عمليات کې دوسله والو طالبانو دډلې ددريو تنو قوماندانانو په ګډون ددغې ډلې شپږ ديرش تنه غړي وژل شوي دي .
ويل کيږي چې دکوماندو ځواکونو په دغو عمليات کې دطالبانو په لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه کړي دي .
سليم وايي چې په دغو نښتو کې دکوماندو ځواکونواو دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په روزګان ولايت کې  دډار اچوونکو دجنګي وسايلو دوه ډيپو ګانې کشف او ترلاسه شوې دي .
پوځي مقامات وايي چې په دغو ډيپو ګانو کې په لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل  ترلاسه شوي دي.
  ديوبل  خبر له مخې په روزګان ولايت کې دڅه ناڅه څلورو چاودنو مخه ونيول شوه  امنيتي مامورينو تيره شپه او نن سهار دچارچينو او  دهراود ولسواليو او دترينکوټ ښار په لارو کې څلور ماينونه کشف او شنډ کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته