روغتیا

په غور کې دنرس قابلکي انستيتوت څخه ددوه ويشتو تنو نجونو فراغت

کابل باختر دليندى  نهمه :
  دوو ويشتو تنو ځوانو نجونو پرون په غور ولايت کې دنرس قابلګي له انستيتوت څخه دفراغت سندونه ترلاسه کړل.
دغو نجونو  ددوو کلونولپاره دنرس قابلګي  په اړوند زده کړې کړې دي او دلوست چاري يې دمجربو استادانو له خوا پرمخ بيولې شوې دي او په دې برخه کې په عملي او نظري  ډول په زده کړې بوختې وي .
په غو رولايت کې روغتيايي مسوولينو په روغتيايي برخو کې ددغو نجونو فراغت يو ګټور او ارزښتناک  ګام وباله او هيله يې وکړه چې ددغو نرس قابلو په فراغت سره دميندو او ماشومانو دمړينې کچه ټيټه او په دغو برخو کې نورې ستونزې حل شي  او هغه تجربې  او زده کړې  چې د لوست په بهير کې  يې کړې دي په عمل کې پلې کړي .
دغور ولايت  دعامې روغتيا رييس وايي هيله لرم چې دقابلګي  په برخو کې دنجونو دروزنې بهير  دوام ومومي او له  فارغانو څخه يې وغوښتل چې په راتلونکي کې دې ورسپارل شوي مسووليتونه په ښه توګه ترسره کړي .
ويل کيږي چې دغه نجونې زياتره په لرې پرتو ساحو کې په روغتونونوکې استخداميږي او کار کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته