خبرونهورزش

په کندز کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

کابل، د سلواغې ١٥مه، باختر

په کندز کې د ٦٠ لوبغاړو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ د چمن په سردوره ورزشي لوبغالي کې ترسره شوې.

د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ په دغو سیالیوکې د کندز د مرکز او ولسوالیو څخه ٦٠ لوبغاړو ګډون کړی وو، چې په کې شمس الدین پهلوان لومړی او ذبیح الله دوهم مقام خپل کړ.

د یادونې وړ ده، چې پرون هم د دغه ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د وزلوبې دوه ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې وې.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا