خبرونهاقتصاد

په کندز کې د ٣.٣ ميليونو افغانیو په لګښت د یو کانال د بیا رغولو چارې پیل شوې

کابل، د سلواغې ١٢مه، باختر

د کندز سیمه ییز مسوولين وایي، چې د دغه ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د ٣.٣ ميليونو افغانيو په لګښت د یوه کانال د بیا رغولو چارې پیل شوې دي.

د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ ياد شوى کانال د اوبو او انرژۍ وزارت له بودجې څخه د ٣.٣ ميليونو افغانيو په لګښت، د ٢ زره متر مکعب پاک کاري، ٥٠ کانکريټي سلبونه، ٤٨٠ متر مکعب کانکريټ چارې او ۱۵ دروازې بیا رغول کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه کانال چارې به د ٢ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.

لمر

 

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا